سیمه ییز خبرونه
په سوداگرۍ وزارت كې بروكراسي آيسا ته د صنعتي پاركونو د سپارلو د ځنډ لامل شوى
په سوداگرۍ وزارت كې بروكراسي او ناغېړي د دې لامل شوې، چې تر اوسه هم د صنعتي پاركونو مسئوليت د پانگونې د ملاتړ ادارې ته ونه سپارل شي.
د آيسا چارواكي د دې مطلب په څرگندولو سره وايي، له دې امله هېڅ بنسټ د صنعتي پاركونو د ستونزو په حل كې پاملرنه نه ده كړې.
په دې وروستيو كې ولسمشر حامد كرزي د كورنيو توليدوونكو د ستونزو د حل او د هغوى وړانديزونو ته د پاملرنې په موخه د سوداگرۍ وزارت ته لارښوونه وكړه، چې تر راتلونكو دوو مياشتو پورې د صنعتي پاركونو مسئولېت د پانگونې د ملاتړ ادارې ( آيسا) ته وسپاري.
د افغانستان د صنايعو ټولنې رئيس جبار صافى وايي:
د ولسمشر له لارښوونې څخه څلور مياشتې تېرېږي، خو د سوداگرۍ وزارت تر اوسه نه ده عملي كړې.
د آيسا رئيس وفي الله افتخار هم دا ستونزه مني او په حكومتي ادارو او ځانگړې توگه سوداگرۍ وزارت كې بروكراسي د دې ستونزې او صنعتي پاركونو د سپارلو د ځنډ لامل گڼي.
په همدې وخت كې د سوداگرۍ وزارت وياند وحيدالله غازي خيل وايي:
آيسا ته د دغه پاركونو د سپارلو چارې دوام لري، خو دا، چې تشكيلات يې لوى دى تر اوسه يې په رسمي توگه مسئوليت دغه ادارې ته نه دى سپارل شوى.
ظاهرا د افغانستان حكومت په تېر يوه كال كې هڅه كوي، چې په بېلابېلو بڼو د كورنيو توليداتو ملاتړ وكړي ترڅو له ۲۰۱۴م كال وروسته په هېواد كې د احتمالي اقتصادي بحران مخه ونيسي.