تازه خبرونه

په سوریه کې اسرائیل د نامشروغ موخو په لټه کې دي – بهرنیو چارو وزارت

دې وزارت نن (سې‌شنبه د لیندۍ شلمه ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: دغه بریدونه د صهیونیسټ رژیم د ستراتیژیکې ناکامۍ د دوام ښودنه کوی، چې د بشار‌الاسد له راپرځېدو وروسته په سوریه کې د پوځی تاسیساتو او ملکی سیمو پر بمبارډ غواړي خپلو ناروا موخو ته خان ورسوي.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، اسلامي امارت د سوریې پر خاوره د اسرائیلو هوايي بریدونه د دغه هېواد له خپلواکۍ ښکاره سرغړونه ده او له هوایي بریدونو یې موخه نامشروع اهدافو ته رسېدل دي.

دې وزارت نن (سې‌شنبه د لیندۍ شلمه ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: دغه بریدونه د صهیونیسټ رژیم د ستراتیژیکې ناکامۍ د دوام ښودنه کوی، چې د بشار‌الاسد له راپرځېدو وروسته په سوریه کې د پوځی تاسیساتو او ملکی سیمو پر بمبارډ غواړي خپلو ناروا موخو ته خان ورسوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سوریې د خلکو په اراده له خپلواک حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی؛ د سیمې او نړۍ له حکومتونو یې غوښتي، چې د سوریې ملت د خپل راتلونکي په اړه خپل راتلونکي او ازاد غوراوي ته پرېږدي.

د یادونې ده، چې بشارالاسد حکومت تېره ورځ د تحریر الشام د وسلوالو لخوا د دمشق له نیولو وروسته راوپرځېدو او خبله مسکو ته وتېتطدو.

Trending

Exit mobile version