نړۍ

په سوریه کې د ترکیې په هوايي بریدونو کې ۱۷ کسان وژل شوي دي

Published

on

د بشري حقونو یوه څارونکې پرون (سه شنبه د اسد ۲۵مه) وویل چې د سوریې پر سرحدي پوستو د ترکیې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۷ تنه جنګیالي وژل شوي دي.

په انګلستان کې میشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې د دمشق چارواکو انقرې ته د غچ اخیستو ګواښ کړی دی.

د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د ترکي ځواکونو په څو هوايي بریدونو کې ۱۷ جنګیالي وژل شوي، خو دا یې نه دي ویلي، چې وژل شوي کسان د سوریې د حکومت او که د کردانو له ځواکونو سره دي.

په همدې حال کې د سوریې رسمي خبري اژانس د دغه هېواد د پوځي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د ترکیې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه درې سوري پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

دغه خبری آژانس همدا راز خبر ورکړی، چې «زموږ په پوځی پوستو باندې هر ډول برید، چې زموږ د پوځی ځواکونو له خوا اداره کیږی، په ټولو محاذونو کې به له مستقیم او سمدستی ځواب سره مخامخ شی.»

دا بریدونه د کردانو د کوباني ښار ته څېرمه ترسره شوي چې د ترکیې د ځواکونو او د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو ترمنځ د شپې د نښتو ځای دی.

د ترکیې د دفاع وزارت ویلي دي چې کرد ځواکونو هم تیره شپه د ترکیې په خاوره برید وکړ چې په پایله کې يي یو تن ترکي عسکر ووژل شو.

د ترکیې د دفاع وزارت هم ویلي دي چې په ځوابي عملیاتو کې د سوریې په خاوره کې «۱۳ تنه ترهګر» وژل شوي او دا عملیات لا هم دوام لري.

ترکیې د روان کال د جولای د میاشتې له ۱۹ نیټې راهیسې په سوریه کې د کُرد جنګیالیو پر ضد په پراخه کچه بریدونه کړي دي، یوه ډله چې انقره یې د کردستان د کارګرانو له ګوند سره تړاو لري. ترکیې، اروپايي ټولنې او امریکا دغه سازمان تروریستي بللی دی.

Trending

Exit mobile version