نړۍ

په سومالیا کې د یوه خونړي برید له کبله ۲۴۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

له رویټرز سره په خبرو کې یوه ژوندي پاتې شوي حسن فراه د چاودنې له کبله رامنځته شوې وېرې په اړه داسې وایي: زه په یوه رستورانټ کې وم؛ قهوه مې څښله او له خپلو ملګرو سره مې خبرې کولې، چې یو لوی سړی مې پر منډو ولید. په یوه شېبه کې د برښنا پړک ته ورته یو څه پېښ شول او یوه لویه چاودنه رامنځته وشوه.

Published

on

د سومالیا پولیسو د جمعې پر ورځ ( د زومري دولسمه) ویلي، چې د دغه هېواد د پلازمېنې موګادیشو په سواحلو کې د یوه خونړي برید له کبله لږ تر لږه ۳۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۲ نور ټپیان دي.

رویټرز خبري سرچینې لیکلي، چې د سومالیا دولتي رسنیو د برید پړه پر الشباب وسلوالې ډلې اچولې ده.

د اړوند راپور پر بنسټ، الشباب ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

الشباب په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې د یوه موټر بم برید پړه پر غاړه اخیستې وه.

پرون مازیګرني برید له ۱۴۰۱ لمریز کال راپدیخوا په دې افریقايي هېواد کې تر ټولو خونړی برید دی. دا برید د موګادیشو په بازار کې یوې څلورلارې ته څېرمه دوه موټر بم چاودنو لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي وه او ۳۰۰ نور ټپیان ول.

د سومالیا پخواني لومړي وزیر حسن علي خیره په ایکس پاڼه کې لیکلي دي: دا ترهګریز برید له هغې شپې سره سمون خوري، چې په ساحل کې ګڼه ګوڼه ډېره وي. دا برید د سومالیې له خلکو سره د ترهګرو د دښمنۍ پوره ښکارندویي کوي.

د سومالیا د پولیسو د ویاند عبدالفتاح عدن د څرګندونو له مخې؛ د ملکي وګړو پر وژل کېدو سربېره، یوه بریدګر ځان ته چاودنه ورکړې او درې نور د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

په دې برید کې یو کس بریدګر ژوندی هم نیول شوی او یو سرتېری وژل شوی دی.

د سومالیا دولتي خبري سرچینې مخکې اعلان کړی و، چې د الشباب پېنځه بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي او یو بل د برید پر مهال ځان ته چاودنه ورکړې ده.

له رویټرز سره په خبرو کې یوه ژوندي پاتې شوي حسن فراه د چاودنې له کبله رامنځته شوې وېرې په اړه داسې وایي: زه په یوه رستورانټ کې وم؛ قهوه مې څښله او له خپلو ملګرو سره مې خبرې کولې، چې یو لوی سړی مې پر منډو ولید. په یوه شېبه کې د برښنا پړک ته ورته یو څه پېښ شول او یوه لویه چاودنه رامنځته وشوه.

الشباب له ۱۴۰۱ کال راپدیخوا د حکومت پر ضد له بریدونو مخکې د سومالیا یوه لویه سیمه تر خپل واک لاندې راوستې وه.

Trending

Exit mobile version