لوبی
په سوپر ۱۲ کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان سیالان وټاکل شول
د کرکټ ۲۰ آوریز نړیوال جام سیالیو په سوپر ۱۲ پړاو کې د افغانستان سیالان وټاکل شول.
د روزنیزو لوبو د لومړني پړاو له پای ته رسېدو وروسته؛ ۴ لوبډلې په سوپر ۱۲ پړاو کې راغلې.
په دوی کې د افغانستان دوه سیالان؛ سکاټلینډ او نامیبیا هم شته.
نامیبیا ایرلینډ ته پر ماته ورکولو دې پړاو ته لار وموندله او سکاټلینډ هم عمان ته ماتې ورکړې ده.
د افغانستان لومړۍ لوبه به په یاد شوي ټورنمنټ کې له دوه ورځو وروسته ( د اکتوبر ۲۴) ترسره شي. په دې سیالۍ کې به له غرمې ورته۲:۳۰ نیلي زمریان د سکاټلینډ پر وړاندې ولوبیږي.
د پاکستان پر وړاندې له لوبې وروسته، چې د جمعې پر ورځ د مازیګر پر ۶:۳۰ بجو ترسره کیږي؛ دا لوبډله به د یکشنبې پر ورځ له غرمې وروسته ۲:۳۰ د نامیبیا پر وړاندې لوبې ته چمتووالی ونیسي.
افغانستان به بیا د چارشنبې پر ورځ د نومبر پر درېیمه د ماښام پر ۶:۳۰ له هند او بیا د یکشنبې پر ورځ د نومبر پر اوومه له نیوزیلنډ سره مخ شي.
افغانستان باید لږ تر لږه څلور لوبې وګټي، چې د لوبو بل پړاو ته لار ومومي.