نړۍ

په سویدن کې د هوایي ریل د ټکر له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۵, ۱۴۰۲)

د یکشنبې پر ورځ د سویدن د پلازمېنې د تفریحي پارک ګرونا لوند استازیو څرګنده کړې، چې د دې پارک د یوه هوایي ریل د یوې برخې د راغورزېدو په پېښه کې یو کس مړ شوی او د ماشومانو په ګډون نهه نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، د ۳۰ متره لوړ او ۹۰ کیلومتره په ساعت کې چټک هوايي ریل یوه برخه د ستهکلم په ګرونا لوند پارک کې له پټلۍ څخه وغورزېد.

د سویډن پولیسو ویلي، چې په روغتون کې د نهه ماشومانو په ګډون ټپیان تر درملنې لاندې دي، چې د درې کسانو روغتیايي حالت نازک دی.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ عیني شاهدانو ویلي، چې د پارک جیت لاین هوایي ریل د سپرلیو د لېږد په بهیر کې له پټلۍ ووت او سپرلۍ یې پر ځمکه راوغورځېدلې.

په داسې حال کې، چې مرستندويه ډلې له ټپيانو سره پر مرستو بوختې دي؛ دغه تفريحي پارک تر بلې خبرتيا پورې تړل شوى دی.

تر اوسه د سويدني چارواکو لخوا د دې پېښي په اړه نور معلومات خپاره شوي نه‌دي.

Trending

Exit mobile version