نړۍ
په سویلي کوریا کې د ولسمشر یون د استیضاح او استعفا غوښتنه وشوه
رویټرز راپور ورکړی، چې د سې شنبې پر ورځ ناوخته د پوځي حکومت ناڅاپي اعلان له پارلمان سره یو خنډ رامنځته کړ؛ د سیاسي فعالیت منع کول او رسنۍ سانسورول یې رد کړل؛ ځکه وسلوال سرتېري په سیول کې د ملي شورا ودانۍ ته دننه شول.
د سویلي کوریا وکیلانو د چهارشنبه پر ورځ( د لیندۍ څوارلسمه ) له هغې وروسته د ولسمشر یون سوک یول د استیضاح غوښتنه وکړه، چې نوموړي د پوځي حکومت لغو اعلان کړه.
رویټرز راپور ورکړی، چې د سې شنبې پر ورځ ناوخته د پوځي حکومت ناڅاپي اعلان له پارلمان سره یو خنډ رامنځته کړ؛ د سیاسي فعالیت منع کول او رسنۍ سانسورول یې رد کړل؛ ځکه وسلوال سرتېري په سیول کې د ملي شورا ودانۍ ته دننه شول.
د اپوزیسیون ګوندونو قانون جوړوونکیو ائتلاف وویل؛ په پام کې ده، چې د چارشنبې پر ورځ د یون د استیضاح لپاره یوه طرحه وړاندیز کړي، چې باید په ۷۲ ساعتونو کې رای ورکړ شي.
د ائتلاف استازي هوانګ اون ها خبریالانو ته وویل؛ پارلمان باید ژر تر ژره د استیضاح لایحه تصویب او د ولسمشر کار سمدستي وځنډوي.
د خلکو واکمن ځواک ګوند مشر له دفاع وزیر کیم یونګ هیون څخه وغوښتل، چې له دندې ګوښه شي او ټوله کابینه دې استعفا ورکړي.
یون د سېشنبې پر ورځ ناوخته په یوه ټلویزیوني وینا کې ملت ته وویل: پوځي حکومت ته اړتیا وه، چې د اټومي وسلو لرونکې شمالي کوریا او د شمال دولت ضد ځواکونو څخه د هېواد دفاع او د آزاد اساسي قانون ساتنه وکړي. که څه هم هغه کوم ځانګړي ګواښ ته نغوته ونکړه.
پوځ ویلي، چې د پارلمان او سیاسي ګوندونو پر فعالیتونو به بندیز ولګول شي او رسنۍ او خپرونکي به د پوځي حکومت تر څارنې لاندې وي؛ خو په څو ساعتونو کې د سویلي کوریا پارلمان، چې له ۳۰۰ غړو څخه ۱۹۰ یې شتون درلود؛ په متفقه توګه د یون ګوند د ټولو ۱۸ غړیو په ګډون د پوځي حکومت د لرې کولو غوښتنه وکړه.
ولسمشر بیا دغه اعلامیه لغو کړه.
له ملي شورا بهر معترضانو چیغې او چکچکې وهلې؛ مونږ وګټله! هغوی چیغې وهلې او یو لاریونکوونکي ډول وهلو.
د چارشنبه پر ورځ په سیول کې د سویلي کوریا ترټولو لوی ائتلاف او د کوریا د سوداګرۍ اتحادیې کنفدراسیون د پرخ لاریون ژمنه کړې، چې د یون تر استعفا پورې به اعتصاب روان وساتي.
د امریکا سفارت په جنوبي کوریا کې له امریکايي وګړو غوښتي، چې هغو سیمو ته له ورتګ ډډه وکړي، چې لاریونونه په کې کېږي.