کوید۱۹
په سویلي کوریا کې پر کرونا د اخته کېدو ورځنی شمېر له ۸۰۰۰ پورته شو
(Last Updated On: سلواغه ۵, ۱۴۰۰)
د سې شنبې پر ورځ په سویلي کوریا کې د اومیکرون بڼې له خپرېدا سره همهاله پر کرونا ویرس د اخته کسانو ورځنی شمېر د لومړي ځل لپاره ۸۰۰۰ ته پورته شو.
د کوریا د ناروغیو څارنې او مخنیوي ادارې د دوشنبې پر ورځ د کرونا ویروس له ۸۵۷۱ مثبتو پېښو خبر ورکړ، چې د ډسمبر په نیمایي کې یې شمېر ۷۸۴۸ پېښې وې.
د نویو پېښو ډېرېدل د اومیکرون د خپرېدا پرمهال که څه هم د ډېر لیږد وړ ده ؛ خو د مړینې کچه یې تيټه ښودل شوې.
د روانې میاشتې په لومړیو کې ورځنی شمېر شاوخوا ۴۰۰۰ ته راټیټ شوی و؛ خو تېره اوونۍ د اومیکرون دوه یمه لوړه کچه ثبت شوه.
د کرونا ویروس په پېښو کې ډېروالی په داسې حال کې ثبت شوی، چې په لسګونه میلیون کوریایان د نوي قمري کال له رخصتیو مخکې د خپلو کورنیو د غړیو د لیدنې لپاره هېوادني سفرونه کوي.