تازه خبرونه

په سپینه ماڼۍ کې دونالد ترمپ او اوباما د بندو دروازو تر شاته خبرې کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا نوي منتخب شوي ولسمشر دونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له اوسني ولسمشر بارک اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې ولیدل.

ترمپ، چې له نیویارکه په ځانګړې الوتکه کې واشنګتن ته ولاړ، په سپینه مانۍ کې یې له اوباما سره له لنډې کتنې وروسته وویل،چې له اوباما سره پرلیدنه ویاړي.

دواړو مشرانو د بندو دروازو شاته خبرې وکړې.

 باور کېږي،چې د امریکا ولسمشران عموماً د خپل ماموریت په پای کې نوي منتخب شوي ولسمشر ته د هېواد ځیني مهم رازونه بیانوي.

دوی وروسته خبریالانو ته څو تشریفاتي جملې بیان کړې.

هرمپ څرګنده کړه؛دا یې له ولسمشر اوباما سره لومړنۍ کتنه وه او هیله ده،چې بیا به هم له نوموړي سره مفصلې خبرې وکړي

اوباما وویل؛د واک لېږد په اړه یې له ترمپ سره خبرې وکړې او هڅه دا ده،چې ترمپ په خپل ماموریت کې بریالی وي.

Trending

Exit mobile version