تازه خبرونه
په سکتوري برخو کې د موازي ادارو جوړولو افغان پانگوال له گڼو ستونزو سره مخ کړی
د سوداگرۍ او صنایعو خونه وایي؛ که حکومت غواړي، چې په هېواد کې پانگونه وشی، نو باید د بیرو کراسي دې مخه ونیسی.
د اقتصادي چارو یو شمېر کار پو هان هم وایی که په سکتوري برخه کي د موازي ادارولړۍ همداسې روانه وي؛ نو له هېواده به نوره پانگه هم ووځي .
سره له دې چې د ملی یوالی حکومت مشرانو ژمنې کړي وې، چې په هېواد کې به موازي ادارې له منځه وړي، چې د ادارو تراکم او و ظیفه وي تداخل پای ته ورسیږي. له بده مرغه، چې پخوانۍ موازي ادارې پخپل ځای دي او نوې موازي اداري رامنځته شوې.
لکه د آیسا تر څنگ ، د افغانستان د پانگونې د جذب شرکت، د تداروکاتو ملی کمیسیون او ټاکل شوې، چې د کار ملی کمتټه هم رامنځته شي.
د سوداگرۍ او صنایوخونې ویاندی محمد هاشم رسولي وایي:
پخوانۍ اداري هم شته؛ نوې نوري هم را منځته کیږی، چې دا پخپله د پانگوالو لپاره ستونزي پیدا کوي. پانگوال اوس هم نه پو هیږي، چې ټولو ادارو یو قسم کارپیل کړی، چې د کوم یوه به ښه وي. دا کار زمونږ د اندېښنی وړدی.
د ولسې جرگې عړې حبیبه دانش هم له دې بهیر اند یښمنه ده او وایي، دوي باید له خپلو ادارو څخه نظارت زیات کړی وای؛ خو د دي ادارې رامنځته کیدو د آیسا د ادارې په شتون کې د افغانستان د پانگونې شرکت رامنځته شو،د تدارکاتو اداره شته؛ خو د تداروکاتو کمیسیون رامنځ ته شو.
د اقتصادي چاریو کار پوه تاج محمد تلاش هم په دې باوردي، چی په سکتوري برخه کي د موازي ادارو رامنځته کول د هېواد نه د پانگوني د فرار معنی لري .
نوموړی وایي:
په سکتوري برخو کي د موازي ادارو رامنځته کیدل به بی باوري زیاته او فساد ته زمینه برابره کړي، چې دا پخپله په هېواد کې د پانگونې مخه نیسی. دولت باید دې ټکی ته ډېره پاملرنه وکړي
پانگوال د ملي وحدت حکومت څخه غواړي، چې د پانگونی په وړاندي ټولی ستونزي راکمي کړي، چې کورڼي او بهر ني پانگوال په هېواد کې پانگونې ته وهڅوي.
خبریال: اسلم حجاب .