تازه خبرونه

په سیرالیون کې د تېلو ټانکر له چاودنې ۹۱ کسان مړه شوي

Published

on

د سیرالیون په پلازمېنه فریټاون کې د تېلو ټانکر له چاودنې لږ تر لږه ۹۱ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه تېره ورځ له يوې ترافيکي پېښې وروسته رامنځته شوې ده.

د سیرالیون چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د وژل شویو شمېر ندی تائید کړی؛ خو د فریټاون ایالت د مرکزي کنګلخونې چارواکو ویلي، چې دوی ته تر ۹۱ کسانو پورې مړي رالېږدول شوي دي.

د سرالیون د روغتیا وزارت مرستیالې آمارا جامبای رویټرز خبري سرچینې ته زیاته کړې، چې ۱۰۰ نور ټپیان روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

ویل کیږي، چې قربانیان د تېلو ټانکر له ټکر وروسته د تېلو د راټولولو لپاره راټول شوي وه.

له دې مخکې هم د آفریقا په صحرا کې د تېلو ټانکر د ټکر له کبله په لسګونه کسان، چې د تېلو راټولولو لپاره راټول شوي وه؛ مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version