تازه خبرونه

په سیمه کې به د امریکا پوځي اډه جوړول تېروتنه او تاریخي شرم وي – طالبان

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۵, ۱۴۰۰)

طالبانو نن (چارشنبه د غبرګولي ۵ ) د افغانستان له ګاونډ هېوادونو غوښتي، چې امریکا ته په سیمه کې د اډې جوړولو اجازه ورنکړي.

طالبانو په یوه اعلاميه کې په داګه کړې؛ د افغانستان ګاونډ هېوادونه بايد امریکایانو ته د پوځي اډو د جوړولو له آسانتیاوو ډده وکړي او که په خپله خاوره کې يې بهرنیو ځواکونو ته اډه ورکړه، دا به ستره تېروتنه او تاریخي شرم وي.

طالبانو خبرداری ورکړی، که په سيمه کې د بهرنيانو د اډې جوړېدو له امله د افغانانو امنيت له ګواښ سره مخ شي؛ افغانان به يې پر وړاندې بې تفاوته پاتې نشي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان مسلمان ملت او مجاهدین به د داسې غلطو او اشتباه کوونکو کارونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نشي، بلکې خپل مذهبي او تاریخي مسوولیتونه به ادا کړي ؛ځکه، چې دوی تل د تاریخ په اوږدو کې ورسره مخ شوي دي.

د طالبانو په اعلاميه کې په څرګندو ټکو کې راغلي، چې دوی د هېچا لپاره ګواښ ندي او له نورو هم ورته غوښتنه لري.

د طالبانو د اعلامیې له مخې؛ مونږ څو ځله نورو ته ډاډ ورکړی، چې زمونږ ځمکه د هیچا د امنیت پروړاندې نه کارول کیږي، مونږ له نورو څخه هم غوښتنه کوو، چې د دوی ځمکه او هوایي فضا زمونږ د هېواد پروړاندې ونه کاروي او که داسې ګام پورته شي بیا به یې مسوولیت خپل وي.

طالبانو دا هم ویلي، چې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو شتون د ناامنۍ لوی لامل دی او هر څوک یې له ناخوالو سره مخ شوي دي.

له دې مخکې یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته منلې وه، چې امریکایي ځواکونو د ډیورنډ کرښې په پاکستاني لوري کې د لویې پوځي اډې پر جوړولو کار پیل کړی دی.

د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکیو او د ولایتي شورا غړيو ویلي وه، چې دغه اډه به د پاکستان د قبایلي سیمې د کرمې ایجنسۍ د شلوزان په اړوند سیمه کې جوړه شي.

د پکتيا د ولایتي شورا غړي وايي، چې دغه اډه د ډیورنډ د فرضي کرښې په اته کیلومترۍ کې تر کار لاندې ده.

د دوی د څرګندونو له مخې، هره ورځ دغې سیمې ته د ځمکې او هوا له لارې اکمالات کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان او امریکا ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پوځي اډې راپورونه رد کړي دي.

Trending

Exit mobile version