تازه خبرونه

په سیمه کې د سولې لپاره د کابل او تهران همکارۍ ته اړتیا ده – کریم خلیلي

Published

on

د افغانستان د حزب وحدت اسلامي مشر کریم خلیلي ویلي، چې ایران د افغانستان د سولې په بهیر کې اړینې هڅې تر سره کولی شي.

د ارنا خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ کریم خلیلي د اسلام آباد په ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټوت کې د سولې او د هغې د اړوند مسلو په اړه د سیمه ییزې سولې او امنیت د خوندي کولو لپاره د کابل او تهران ترمنځ پر همکارۍ ټینګار څرګند کړ.

کریم خلیلي د سولې د اړتیا په اړه ویلي: سوله د جغرافیې له مخې که څه هم په یوه سیمه رامنځته شي؛ یوه  نړیواله پدیده ګڼل کیږي او له همدې کبله د هغې مثبتې پایلې نه یوازې د اړوند سیمې لپاره، بلکې د نړۍ هېوادونو ته هم ګټوره ده.

نوموړي زیاته کړې: سوله به هغه وخت تلپاتې وي، چې د بشري حقونو، ښځو حقونو، اقلیتونو حقونو او نورو نړیوالو منل شوي معیارونو سره سمه رامنځته شي.

خليلي دا ټینګار هم کړی، چې په افغانستان کې باید داسې سوله رامنځته شي، چې د افغانستان یو اوسیدونکی او د نړۍ هیڅ هېواد نه یوازې دا، چې اندېښنه و نلري، بلکې پر خپله خوښه یې دفاع هم وکړي.

د کریم خلیلي د څرګندونو له مخې؛ مونږ داسې سوله غواړو، چې د نړیوالو او سیمه ییزو اړتیاوو سره مطابقت ولري.

هغه ویلي: په افغانستان کې سوله به داسې وضعیت رامنځته کړي، چې ټول هېوادونه په ځانګړي توګه سیمه او ګاونډ ترې ګټه پورته کړي او په دې توګه به له دې سولې څخه د پرمختګ او پرلاختیا لپاره نوي زیري ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د خپلمنځي خبرو د اړوند ډلو تر منځ د خبرو په بهیر کې لنډه دمه رامنځته شوې ده.

Trending

Exit mobile version