سیمه ییز خبرونه
په شبرغان كې د دې ولايت د كليو بېوزلي د بيات بنياد له مرستو برخمن شول
بيات بنياد د شبرغان په چهل جوى سيمه كې پريو سلو څلوېښتو بېوزلو كورنيو خوراكي توكي او جامې ووېشلې.
د بيات بنياد د لوى مشر سناتور احسان الله بيات لخوا د شبرغان د قره دريا، آلتي خواجه او چهل جوى د كليو پر لسگونه اړو كورنيو وريجې، اوړه، كمبلې او د چپړو په گډون نور اړين توكي ووېشل شول.
بيات بنياد په دغه سيمه كې له دې مخكې يو ښوونځى هم رغولى دى.
د بيات بنياد لوى مشر سناتور احسان الله بيات وايي:
بيات بنياد د تېر ژمې له پيله له كابله د خپلو مرستو لړۍ پيل كړه او له هغه ځايه ختيځ ، سويل، لويديځ ، شمال ختيځ او دادى شمال ته راوغزيده.
هغو كورنيو، چې د بيات بنياد مرستې يې تر لاسه كړي وايي، چې له دې مخكې هم بيات بنياد له دلته مرستې كړې وې. دوى له سوداگرو او نورو پانگوالو وغوښتل، چې د سيمې له بېوزلو سره مرسته وكړي.
له دې مخكې بيات بنياد د خلكو په غوښتنه په دغه سيمه كې يو ښوونځى او يوه دينې مدرسه هم رغولې دي.
د بيات بيناد په وينا، هڅه كيږي، چې د خپلو مرستو بهير د هېواد سيلاب ځپليو سيمو ته هم وغزوي.