سیمه ییز خبرونه
په شبرغان ښار كې د مريم بيات منځنى ښوونځى ګټې اخيستلو ته وسپارل شو
د جوزجان په مركز شبرغان ښار كې د مريم بيات منځنى ښوونځى، چې د بيات بنياد په مالي لګښت جوړ شوى، ګټې اخيستلو ته وسپارل شو. د دې ښوونځى كار تېر كال پيل شوى وو، او په بشپړېدو سره يې څه باندې ۵۰۰ نجونو او هلكانو ته په مناسب ځاى كې د زدكړو زمينه برابره شوه.
د بيات بنياد په مالي لګښت د جوزجان د مركز شبرغان ښار د چهل جوى په كلي كې د منځني ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګتې اخيستلو ته وسپارل شوه.
د سيمې خلكو هيله درلوده، چې د ښوونځي لپاره مناسبه ودانۍ جوړه شي او د بيات بنياد رئيس دا غوښتنه ومنله.
د چهل جوى د منځني ښوونځي ودانۍ په يوه پوړ كې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، چې اووه درسي خونې او د مديريت يوه خونه لري.
د جوزجان د پوهنې رئيس عبدالروف آرین وايې:
دا ودانۍ په دوو وختونو كې د څه باندې ۵۰۰ زده كوونكو د ځاېېدو وړتيا لري، او په ټوله كې د سيمې د خلكو ستونزه د ښوونځي د ودانۍ په برخه كې حل شوه.
د بيات بنياد رئيس سناتور انجنیر احسان الله بیات د مريم بيات د منځني ښوونځي د پرانيستنې پر مهال په افغانستان كې د پوهنې په برخه كې د يوې لسيزې پرمختګونه وستايل او ويې ويل:
شاوخوا لس ميليونه زده كوونكو ته د زدكړو زمينه برابره شوې، خو لا هم د پوهنې پر وړاندې ننګونې شته، چې يوه له دې ننګونو څخه د ښوونځيو لپاره د ودانيو نه شتون ده.
ښاغلي بيات د هېواد له پوهنيز نظام سره مرسته د هر افغان دنده وبلله.
په همدې حال كې د مريم بيات د منځني ښوونځي ځينې زده كوونكي او ښوونكي خوښ دي، چې ښوونځي ته يې ودانۍ جوړه شوې ده.
د غونډې په پاى كې د بيات بنياد مسئولينو او سيمه ييزو چارواكو د پټۍ په پرې كولو سره د مريم بيات د منځني ښوونځي لپاره جوړه شوې ودانۍ په رسمي توګه پرانيستله او د ښوونځي اسناد يې د پوهنې رياست چارواكو ته وسپارل.
ښاغلي انجينر احسان الله بیات د ښوونځي د درسې ټولګيو د ليدنې پر مهال د ښوونځي له زده كوونكو سره د درسي موادو او قرطاسيې مرسته هم وكړه.
وړاندې له دې هم بيات بنياد د شبرغان په چهل جوى سيمه كې د يوې ديني مدرسې ودانۍ بيا رغاولې وه.