تازه خبرونه

په شبرغان ښار کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړې زور اخیستی

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۶, ۱۴۰۰)

ځایي سرچینو ویلي، چې په شبرغان ښار کې د حکومتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د سرچینو د څرګندونو له مخې، ځانګړي ځواکونه هم شبرغان ښار ته رسېدلي دي.

په بلخ کې د ملي جنبش ګوند د ولایتي شورا مشر سید شمس الدین سادات ویلي، چې په درې الوتنو کې د علی سرور تر بولیندۍ لاندې د جنجش ګوند اړوند د ولسي پاڅونوالو ۱۵۰ کسان له دولتي ځواکونو سره د مرستې لپاره له مزار شریف ښار څخه شبرغان ته تللي دي.

له تېرې ورځې راپدیخوا د شبرغان ښار ځینې برخې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو ډګر دی.

ځایي سرچینو ویلي؛ جګړې د لومړۍ امنیتی ناحیې د ۵۰۰ فامیلوپه هغو سیمو کې، چې د مارشال عبدالرشید دوستم کور هم زور اخیستی دی.

په جوزجان کې د مارشال عبدالرشید دوستم زوی یارمحمد دوستم له طالبانو سره د جنګیدونکیو ولسي پاڅونوالو مشري کوي.

د طالب سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دوی د ولایت ودانۍ، ښاروالۍ او د شبرغان زندان له حکومتي ځواکونو نیولی او یو شمېر بندیان یې خوشې کړي؛ خو په جوزجان کې ځایي چارواکو په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version