سیمه ییز خبرونه
په شمالي وزیرستان کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان یو مشر ووژل شو
(Last Updated On: وری ۱۵, ۱۴۰۳)
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د مولانا فضل الرحمان پر مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند یو مشر نور اسلام نظامي وژل شوی دی.
پر نوموړی د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه ناڅرګندو وسلهوالو برید کړی دی.
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د اړوند سیمې د پولیسو چارواکو ویلي، چې نور اسلام نظامي د برید په ځای کې ساه ورکړې ده.
د نور اسلام نظامي د وژنې په غبرګون کې د دې ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، چې په هېواد کې “قاتلان او وحشیان” حاکم دي.
له دې مخکې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د ډېره اسماعیل خان په اړوند سیمه کې له یوه وسیلهوال برید څخه روغ وتلی و.