سیمه ییز خبرونه
په شمال ختيځو ولايتونو كې د استاد رباني د جنازې غا يبانه لمونځ ادا شو
سولې عالي شورا رييس د جنازې غا يبانه لمونځ په شمال ختيځو ولايتونو كې هم د زرگونو كسانو په گډون ادا شو.
په دې مراسمو كې يو شمېرمحلي چارواكي د استاد رباني د ترور د عاملينو د پېژندنې او مجازات غوښتونكي شول .
په بدخشان كې د جنازې له لمانځه وروسته زرگونو كسانو سوله ييز لاريون كړى او له دولت څخه يې غوښتي، چې د سولې عالي شورا رييس د ترورعاملين دې پيدا كړي .
د جنازې غيابي لمونځ د كندوز، تخار او بغلان ولايتونو په جوماتونو كې ادا شو .
وينا والو د هغه شهادت يوه لويه ضايعه بللې او د جهادي مشرانو او قوماندانو وژل يې د گاونډيو هېوادونو د استخباراتو يوه تنظيم شوې دسيسه گڼلې ده.
د تخار د والي مرستيال احمد فريد ذكي ټينگاركړى، چې د سولې د عالي شورا د رييس د ترورعاملين دې ژر تر ژره وپېژندل شي .
د جنازې د لمانځه گډونوال وايي:
د استاد رباني د ترور د عاملينو له پېژندلو مخكې به د سولې پروگرام بريالى نه شي؛ ځكه څوك، چې لوى شخصيتونه وژني په هيڅ ډول په سوله باور نه لري.
گډونوالو خبر دارى وركړى، چې:
كه دا عاملين ونه پېژندل شي؛ نو په هېواد كې به امنيتي حالت ښه نه شي