سیمه ییز خبرونه

په شمال كې امريكا او المان د پوليسو د تجهيزولو چارې گړندۍ كړي- جنرال سيدخېل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هېواد په شمال كې د سرحدي پوليسو د پېنځم نمبر زون كوماندان ويلي، چې:

شپېته په سلو كې سرحدي پوليس په نويو وسلو او ذرې موټرو سمبال شوي دي.

نوموړى زياتوي، چې:

اوس مهال امريكا او المان د پوليسو د ذرنې چارې گړندۍ كړي دي.

جنرال عبدالحبيب سيدخېل همدا راز د هېواد په شمال كې د سرحدي پوليسو له خوا د يو عرب د نيولو خبر هم وركوي، چې گمان كيده د القاعدې له شبكې سره يې اړيكې درلودې او غوښتل يې د افغانستان خاورې ته داخل شي.

په بلخ او جوزجان ولايتونو كې د المان او امريكا له خوا د سرحدي  پوليسو د روزنې دوه مركزونو د پوليسو د روزنې او تجهيزولو چارې گړندۍ كړې دي.

د هېواد په شمال كې د سرحدي پوليسو د پېنځم نمبر زون كوماندان جنرال عبدالحبيب سيد خېل وايي، چې:

سرحدي پوليس د هېواد  د شپږ شمالي ولايتونو په ۳۳ ولسواليو، سرحدي پولو او شپږ هوايي ډگرونو كې  فعاليت لري، چې شپته په سلو كې يې پر پرمختلليو  وسلو او ذرې موټرو سمبال شوي دي.

نوموړى وايي، چې:

سرحدي پوليس اوس مهال  كولى شي، چې په پوځې عملياتو او له بهرنيو ځواكونوڅخه د امنيتېي مسووليتونو د اخيستو په برخه كې مهم رول ولوبوي.

نوموړى همدا راز د هېواد په پولو كې د لاسته راوړنو په اړه هم وايي، چې:

د القاعدې شبكې يو عرب غړى يې، چې غوښتل يې په غير قانوني ډول د افغانستان خاورې ته د ننه شي نيولي او  همدا راز يې د شرابو شل زره بوتل هم نيولي دي.

دا په داسې حال كې ده، چې په دې ورستيو كې د سرحدي پوليسو د افسرانو يوه ډله د شبرغان ولايت په بليك واټر پوځي اډه كې د امريكا يي روزونو له خوا روزل شوي او اوس كولى شي، چې د نشه يې توكو او انسان له قاچاق او ترافيك سره په ميعاري ډول مبارزه وكړي.

په پام كې ده، چې دا افسران د هېواد پولو او سوداگريزو بندرونو ته وليږل شي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version