1393ټاكنې
په شمال كې د ۲۸ محلونو رايې بيا شمېرل کیږي
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د يكشنبې په ورځ ( د غبرګولي ۱۱) د ولايتي شوراګانو د كانديدانو ۳۴۵ شكايتونه وڅېړل.
دغه كميسيون په خپله دويمه علني غونډه كې د څلورو ولايتونو څخه تر لاسه كړي شكايتونه وڅېړل. دغه كميسيون سپارښتنه كړې، چې د افغانستان په شمال كې د ۲۸ محلونو رايې بيا وشمېرل شي.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د بدخشان، بغلان، تخار او كندز ولايتونو معترض كانديدان راغوښتي وو، چې د خپلو شكايتونو په اړوند اسناد وړاندې كړي.
د ولايتي شوراګانو معترض كانديدان وايي، كه يې رايې بيا ونه شمېرل شي، د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاكنې به تحريم كړي.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون ویاند نادر محسنې وايي، چې له څېړنو وروسته كه اړتيا وه د رايو د بيا شمېرنې امر به وكړي.
په همدې حال كې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون غوښتنه كوي، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون هغه مامورين او دولتي كارکوونکي بايد له دندو ګوښه شي، چې په تېرو ټاكنو كې يې درغلۍ كړې دي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون تر دې مخكې ويلي وو، چې پنځه هغه كارکوونکي يې له دندو ګوښه كړي، چې په ټاكنو كې د درغلۍ كولو ګومان پرې كېده.