سیمه ییز خبرونه
په شورا كې د تصويب شوې، او د دولت له خوا په مصرف شوې بوديجه كې ډېر توپير شتون لري
د ولسي جرګی غړي وایی: هغو وزارتونو، چې پنځه پنځوس سلنې پراختيايي بوديجه يې نه ده لګولې بايد استيضاح شي.
په ۱۳۹۱ لمريز كال كې له څلور پنځوسو بوديجوي بنسټونو څخه يې اوودېرش بنسټونه په دې نه دي توانېدلي، چې له پنځه پنځوس سلنې زياته انكشافي بوديجه مصرف كړي.
د ولسي جرګې د ماليې او بوديجې د كميسيون غړي عظیم محسني د قطيې په باب په بحث كې وويل، چې يو شمېر وزارتونو د دې پر ځاى، چې انكشافي بويجه مصروف كړې له احتياطي كوډونو څخه پېسې لګولي دي.
د كورنيو چارو، ملي دفاع، عامې روغتيا وزارتونه او د ملي ارګانونو اداره په بوديجې لګولو كې په تېروتنو تورن دي.
د ولسي جرګې غړي فرهاد عظيمي، شكريه باركزى او ناهيد فريد وايي، دغه وزيران او رئيسان د قانون څخه د سرغړونې په تور بايد استيضاح شي او كه د قناعت وركوونكې ځواب يې نه درلود نو بايد صلب صلاحيت او د قانوني چلند سره مخ شي.
په همدې حال كې د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي پرېكړه وكړه، چې يو ځل بيا دې هم په دې باب غونډه تر سره شي تر څې ولسي جرګې د يادو وزارتونو په باب پرېكړه وكړي.
د ولسي جرګې د ماليې او بوديجې كميسيون وايي، په شورا كې د تصويب شوې او له دولت له خوا په مصرف شوې بوديجه كې ډېر توپير شتون لري. په دغه مېنځ كې يوليس ميليونه اضافي پېسې اخيستل شوې دي.