سیمه ییز خبرونه
په صنعتي پاركونو كې د نفتي توكو ناقانونه ډيپوگانې بندې شوې
د سوداگرۍ وزارت او لويې څارنوالۍ د كابل ښار د څرخي پله په صنعتي پاركونو كې د نفتي توكو يو شمېر نا قانونه ډيپوگانې بندې كړي.
په يوه بې ساري اقدام كې لويې څارنوالۍ او د سوداگرۍ وزارت د كابل ښار د څرخي پله په سيمه كې د نفتي توكو يو شمېر هغه ډيپوگانې وتړلې، چې وېل كېږي فعاليتونه يې غېر قانوني وو.
د لويي څارنوالۍ استازى جمشېد روستايي او د سوداگرى وزارت د نفتي توكو رئيس فريدالله شېرزى وايې:
دا پرېكړه وزيرانو شورا له كورنيو توليداتو څخه د زيات ملاتړ په هدف كړې ده.
د افغانستان د صنايعو ټولنې رئيس جبار صافى لدې اقدام څخه د ملاتړ تر څنگ وايې:
د كورنيو توليداتو خاوندان په ټولو صنعتي پاركونو كې د دې بهير د دوام غوښتونكي دي.
د دوى په باور دا اقدام د دې تر څنگ، چې د توليداتو پر زياتوالي اغېز پرېباسي، د بې كارۍ كچه هم را غورځوي.
دا په داسې حال كې ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان د صنايعو ټولنې له حكومت غوښتي وو، چې د صنعتي پاركونو د خونديتوب لپاره د پوځيانو گدامونه او نفتي توكي تخليه كړي.
د دې بنسټ چارواكو ويلي وو، كه حكومت په لږه موده كې په صنعتي پاركونو دا ډول فعاليتونه بند نه كړي، دوى به كار پرېږدي.