تازه خبرونه

په عدلي او قضايي ارګانونو کې لاسوهنه جرم دی او عاملین یې باید محاکمه شي-غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني په عدلي او قضايي ارګانونو کې لاسوهنه جرم ګني او ټينګار کوي،چې عاملین یې باید محاکمه شي.

د دوشنبې په ورځ(د لړم اتمه) د څارنوالانو په څلورمه سراسري غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل،چې په هېواد کې د ثبات او سیاسي سم سمکي لپاره د عدالت ټینګښت مهم رول لري.

ده زیاته کړه،چې فساد او په چارو کې ګډوډي هېواد ته زیان اړوي او که عدلي او قضايي بنسټونه له فساد څخه پاک نه شي، دولتي ماشین به نابود کړي.

هغه په ډاګه کړه،چې سیاسي اختلافونه باید د عدلي او قضايي بنسټونو چارې اغېزمنې نه کړي.

ده ټينګار وکړ؛د عدلي او قضايي ارګانونو د چاڼ او له فساد څخه د پاکولو کلک ملاتړی دی او ډاډ ورکوي،چې په دغه برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم ور سره دي.

لوی څارنوال فرید حمیدي څرګنده کړه،چې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره جدي کار روان دی؛ خوحوصله او تحمل نورصفر شوی دی.

ده زیاته کړې،چې د عدالت راوستل د افغانانو او نړیوالې ټولنې ګډ مسوولیت او له ټینګښت پرته یې په افغانستان کې ثبات ناشونی دی.

لوی څارنوال ښکاره وویل، چې جزايي قانون باید د پانګونې مخه ونه نیسي.

هغه ټینګار وکړ، چې له دې وروسته به پخپل سر د نیولو او ممنوع الخروج اعلانونو مخه ونیسي. حمیدي زیاته کړې، چې د ښځو او ماشومانو د حقونو خوندیتوب به یې د چارو په لومړیتوب کې وي.

د یادونې وړ ده، چې په عدلي او قضایي بنسټونو کې د عدالت ټینګښت هغه هیله ده، چې خلکو یې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د پلي کیدو لپاره د سر و مال قربانۍ وړاندې کړي دي. 

Trending

Exit mobile version