نړۍ
په عراق كې له دوه بمي چاودنو څلور وژل شوي او ۲۲ ټپيان دي
د عراق پلازمېنې بغداد ته نږدې د رمادي په سيمه كې د دوه بمي چاودنو له لامله لږ ترلږه څلور كسان وژل شوي او دوه ويشت نور ټپيان دي.
د سيمه ييزو سرچينو په وينا، د پېښې ټپيان نږدې روغتونونو ته ليږدول شوي دي.
تراوسه كومې ډلې د دې پيښې پړه په غاړه نده اخيستې.
د يو شمېررپوټونو له مخې يو تن، چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي، ويلي، چې:
دغه پېښه د جمعې په شپه د لس بجو او ۴۵ دقيقو په خوا وشا كې د حى اسكان په سيمه كې د يوه پوليس افسر كور ته نږدې د بمونو د يوه ځاى پر ځاى شوي بنډل د چاوديدو له لامله رامنځته شوې او په وينا يې ، دوه كسان وژل شوي او د دغه پوليس افسر په گډون دوه ويشت نور ټپيان دي.
د رپوټونو له مخې، دوه يمه چاودنه هغه مهال وشوه، چې له لومړۍ چاودنې وروسته خلك په سيمه كې راټول شوي وه. د سيمه ييزو سرچينو په وينا، له دغو چاودنو سمدستي وروسته امبولانس موټرو ټپيان روغتونونو ته وليږدول او امنتي ځواكونو هم سيمه كلابنده كړې ده.
ولايت الانبار، چې مركز يې د رمادي ښار دى، له پلازمېنې بغداد سره ۱۱۰ كيلو مټره واټن لري.
له يوې مودې راهيسې په عراق كې تاوتريخوالي يو ځل بيا زور اخيستى.