نړۍ
په عراق کې به د امریکا هوایي ځواکونه د خبلو پوځیانو ساتنه کوي
د نوري المالکي په مشرۍ عراقي حکومت له امريکا څخه پر داعش د هوايي بريدونو د کولو غوښتنه کړې وه؛ خو امريکا وايي، په مخامخ جگړه کې به برخه وانخلي.
د پنتاگون د خپرپاڼې له مخې د امریکا بې بلوته الوتکې به یوازې د خپلو پوځي ځواکونو د ساتنې لپاره د عراق پر هوايي حریم الوتنې ولري.
د امریکا دفاع وزارت وایی، د دغو الوتکو یوه برخه په عراق کې د ۱۸۰ مشورینو د ساتنې لپاره په وژونکیو وسلو سمپالې شوې دي.
د پنټاگون د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د عراقي حکومت په غوښتنه به په دې هېواد کې د خپلو بې پيلوته او پيلوت لرونکیو الوتکو الوتنې روانې ساتي.
د ځینو خبری سرچینو د ځرگندونو له مخې دې الوتکو د عراق په فضاکې ۳۰ يا ۳۵ الوتنې کړي، چې موخه يې یوازې څارنه ده.
پنټاگون ټينگار کړى، چې دا ډرون الوتکې پر داعش جنگياليو بريدونه نه کوي.
له دې مخکې د امريکا متحد ايالتونو ويلي ول، چې د سوريې او عراق د اسلامي دولت داعش په وړاندې د عراقي ځواکونو د منظم کولو لپاره ۳۰۰پوځي سلاکاران استوي، چې تر دې دمه يې نیمايي برخه دې هېواد ته استول شوي دي.
د یادونې وړه، چې تر دې دمه پر داعش څواکونو د هوایي برید برېکړه نه ده شوې او په عراق کې هم د شیعه وو د ستر رهبر علی سیستاني له قوله ویل شوي، چې سیاسي ډلې دې د لومړي وزیر، ولسمشر او د بارلمان د رییس په اړه د سې شنبې تر ورځې د بارلمان له ناستې وړاندې یوې گډې پرېکړې ته ورسیږي.
د یادونې وړه، چې اوباما تر دې دمه پر داعش څواکونو د هوایي برید برېکړه نه ده کړې.