سیمه ییز خبرونه

په عراق کې به همجنس‌بازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان

Published

on

د عراق پارلمان د شنبې پر ورځ د دیني ارزښتونو د ساتلو لپاره یو داسې قانون تصویب کړ، چې د همجنسبازانو اړیکې په کې جرم یاد شوی، چې سرغړوونکیي به یې پر ۱۵ کلونو بند محکوم شي.

رویټرز خبري آژانس د دې قانون د یوې کاپي له مخې راپور ورکړی، چې د دې قانون موخه د همجنس‌‌پالنې د اخلاقي ضعف پر وړاندې د عراقي ټولنې ژغورنه ده.

له دې پرېکړې څخه په ټولیزه توګه شیعه مسلمانو ګوندونو ملاتړ کړی، چې د عراق په پارلمان کې ترټولو لوی ائتلاف دی.

له زنا او همجنس‌بازۍ سره د مبارزې قانون همجنس‌بازي جرم اعهلانوي او ورته له ۱۰ کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند موده ټاکل شوې ده؛ خو د هغو لپاره، چې همجنس‌بازي یا فحشا ته وده ورکوي پر لږ تر لږه اووه کاله بند به محکومیږي.

دغه راز هغو کسانو ته، چې خپل بیولوژیکي جنسیت بدلوي یا قصداً ښځینه جامې اغوندي له یو څخه تر درې کلونو بند په نظر کې نیول شوی دی.

په پیل کې د همجنس‌بازانو لپاره د مرګ سزا د پام وړ وه؛ خو د امریکا او اروپايي هېوادونو له سخت مخالفت وروسته ورته د بند سزا په پام کې ونیول شوه.

په عراق کې تر شنبه ورځې پورې په ښکاره ډول همجنس‌بازي جرم نه‌و. که څه هم د جزا په کوډ کې نرم تعریف شوي قوانین د جنسي اړیکو د جزا لپاره کارېدل؛ خو د ټولنې غړي به د وسله‌والو ډلو او اشخاصو لخوا وژل کېدل.

رویټرز د بشري حقونو په څار ټولنه کې د همجنس‌بازانو د پروګرام د مدیر مرستیال راشا یونس د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د عراق د پارلمان لخوا د همجنس‌بازانو ضد قانون تصويب د عراق د همجنس‌بازانو له حقونو سرغړونه او پر بشري حقونو یو جدي ګوزار دی.

عراقي چارواکي، چې د بشري حقونو څارنه کوي؛ تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ له ۶۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د همجنس‌پالانو جنسي اړیکې جرم ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې د همجنس‌بازانو جنسي اړیکې په ۱۳۰ هېوادونو کې قانوني دي.

Trending

Exit mobile version