تازه خبرونه
په عراق کې د عین الاسد پر امریکایي اډه توغندي وتوغول شول
امریکايي چارواکو تر دې دمه د برید د عاملانو هویت ندی په ډاګه کړی؛ خو هلته امریکايي ځواکونه پر ځلونو له یو شمېر ایراني ملاتړو ملېشو سره ښکېل شوي دي.
یوه امریکايي پوځي چارواکي څرګنده کړې، چې د دوشنبې پر شپه ( د زمري پېنځلسمه) په عراق کې د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د عین الاسد پر هوايي اډه توغندیز برید شوی، چې په کې څو امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري سرچینې د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې لیکلي؛ په دې برید کې لږ تر لږه پېنځه امریکایان ټپیان شوي، چې د یوه روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
یوې امنیتي سرچینې ویلي، توغندي د اډې دننه لګېدلي دي.
دغه راز واشنګټن پوسټ هم د عراق د پوځ د چارواکو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې د عین الاسد په هوايي اډه د تېرې ورځې د برید له کبله څو امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.
چارواکو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دوی له برید وروسته د زیانونو ارزونه پیل کړې ده.
امریکايي چارواکو تر دې دمه د برید د عاملانو هویت ندی په ډاګه کړی؛ خو هلته امریکايي ځواکونه پر ځلونو له یو شمېر ایراني ملاتړو ملېشو سره ښکېل شوي دي.
دا برید د سیمې په داسې سختو شرایطو کې رامنځته شوی، چې امریکایي او اسرائیلي چارواکي په تهران کې د حماس د یوه لوړپوړي مشر اسماعیل هنیه او له بیروت څخه بهر د حزب الله د یوه قومندان د وژلو په اړه د ایران د ګواښ ځواب ته چمتووالی نیسي.
پنټاګون هڅه کوي، چې د خپلو تجهیزات ځای بدل او منځني ختیځ او اروپا ته اضافي ځواکونه واستوي او پر اسرائیلو د احتمالي برید مخه ونیسي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ د څو ډیپلوماټیکو لارو یې ایران ته پیغام استولی، چې په سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د تهران په ګټه ندی او ټینګار شوی، چې امریکا به د هر ډول پوځي ګواښ پر وړاندې له اسرائیلو دفاع وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ( د زمري پېنځلسمه) له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د ایران لهخوا پر اسرائیلو د برید د شونتیاوو په اړه شک نهکیږي؛ خو پرېکړه یې له ایران سره تړاو لري.
میلر وایي: مونږ په پرلهپسې ډول د ډیپلوماټیکو لارو پیغامونه استولي او هېوادونه مو هڅولي او له ایران مو غوښتي، چې تاوتریخوالی د دوی په ګټه ندی او مونږ به د اسرائیلو دفاع کوو.
