نړۍ

په عراق کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله د ۴ افغانانو په ګډون ١٩ کسان مړه شول

Published

on

د ایران مهر خبري اژانس د شنبې پر ورځ ویلي، چې په عراق کې د یوې ترافيکي پېښې له کبله د څلور۴ افغانانو او ۱۲ ایرانیانو په ګډون ۱۹ کسان وژل شوي دي.

دې خبري سرچینې د ایران د سرې میاشتې ټولنې د یوه چارواکي د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ دا پېښه د عراق په شمالي ولایت صلاح الدین کې رامنځته شوې او یوولس نور ټپیان شوي هم دي.

ویل کیږي، چې په ټپيانو کې اووه ايرانيان او څلور افغانان دي، چې د عراق یوه روغتون ته لېږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version