تازه خبرونه

په عراق کې له ځانمرګي بریدونو وروسته ملي ماتم اعلان شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي په پلازمېنه بغداد کې له بمي بریدونو وروسته، چې په پایله کې یې له۱۲۵ کسانو ډېر وژل شوي او څه ناڅه۱۵۰ ټپیان دي، درې ورځنی ملي‌ ماتم اعلان کړی دی.

داعش د بریدونو پړه په غاړه اخیستې او د سیمې خلکو د عراق لومړی وزیر تر نیوکو لاندې نیولی دی.

لومړی موتر بم یوه جومات ته نږدې چاول شوی ، چې د داعش په وینا بریدکوونکی د عراق ځایي اوسیدونکی و.

د دغه برید پر مهال خلکو د روژه ماتي له پاره پېر و پلور کاوه.

دوه یمه چاودنه د عراق په شمال کې رامنځته شوې، چې یو شمېر خلک یې زیانمن کړي دي.

ویل کیږي، چې په دې چاودنو کې ډېري قربانیان ماشومان دي.

دا په روان میلادي کال کې د دغه هېواد  ترټولو خونړۍ برید و.

Trending

Exit mobile version