سیمه ییز خبرونه
په عراق کې مو د اسرائیلو د جاسوسي پر مرکز برید وکړـ سپاه پاسداران ایران
سپاه پاسداران ایران څرګنده کړې، چې د عراق په نیمه خودمختاره کردستان سیمه کې یې د اسرائیلو د جاسوسۍ پر مرکز برید کړی او د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو ویلي، چې په سوریه کې یې هم پر داعش بریدونه کړي دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا بریدونه په داسې حال کې کیږي، چې په منځني ختیځ کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اکتوبر پر اوومه د جګړې له پیل راپهدیخوا په لبنان، سوریه، عراق او یمن کې هم د جګړې د زیاتیدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
سپاه پاسداران ایران په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: د صهیونیسټ رژیم د وروستیو جنایتونو په غبرګون کې، چې د سپاه پاسداران او د مقاومت د محور قومندانان یې وژلي؛ د عراق په کردستان سیمه کې یې د موساد د جاسوسۍ یو مهم مرکز پر بالسټیک توغندیو ویجاړ کړی دی.
ایران په سوریه کې د سپاه پاسداران د درې غړیو د وژلو د غچ اخیستنې ژمنه کړې وه، چې د یوه جګپوړي قومندان په ګډون یې په دغه هېواد کې د پوځي سلاکارانو په توګه دندې ترسره کولې.
د اوکټوبر له اوومې پر اسرائیلو د حماس له برید او په غزه او لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو له پیل راپهدیخوا د ایران تر ملاتړ لاندې د لبنان د حزب الله له ۱۳۰ ډېر غړي وژل شوي دي.
د سپاه پاسداران ایران په خبرپاڼه کې راغلي: مونږ خپل ملت ته ډاډ ورکوو، چې د سپاه پاسداران بریدونه به د شهیدانو د وینو د وروستي څاڅکي تر غچ اخیستنې پورې روان وي.
ویل کیږي، چې د کردستان د پلازمېنې اربیل په شمال ختیځ کې د امریکا قونسلګرۍ ته څېرمه د استوګنې په سیمه کې پر بریدونو سربېره، سپاه پاسداران یو شمېر بالستیک توغندي پر سوریې هم توغولي او په ایران کې یې د داعش په ګډون د ترهګریزو عملیاتو عاملین له منځه یوړل.