سیمه ییز خبرونه
په عربي هېوادونو كې به د اسلامي علماوو ناسته جوړه شي
له هغې وروسته، چې د روان جنگ په اړه د افغانستان او پاكستان د علماوو ناسته د ناندرو ښكار شوه؛ د افغانستان د سولې عالي شورا په عربي هېوادونو كې د دغې ناستې جوړولو ته هڅې پيل كړې.
د سولې عالي شورا غړي وايي:
دغه ناسته به د افغانستان او پاكستان د علماوو له ناستې سره توپير ولري او ټاكل شوې، چې ډېر ژر د عربستان په رياض او يا هم د مصر په قاهره كې د علماوو گډه ناسته تر سره شي.
د سولې عالي شورا د بهرنيو اړيكو غړى او مشاور اسماعيل قاسميار وايي:
د دغه كنفرانس موخه په افغانستان كې د جگړو سوله ييز حل ته لار موندل دي.
د نوموړي په وينا، د ناستې گډونوال به د افغان دولت پر مصالحې او د ترورستانو پر بريدونو بحث وكړي.
د سولې عالي شورا دغه غړى وايي:
د اسلامي هېوادونو د ملاتړ ټولنه او سعودي عربستان د دغې ناستې د جوړيدو ژمنه كړې ده.
د سولې عالي شورا يو شمېر غړي وايي:
د اسلامي هېوادونو علما بايد په اسلامي هېوادونو كې د تاوتريخوالي او په ځانگړي توگه د افغانستان په اړه خپل اندونه څرگند كړي.
ويل كيږي، چې د پاكستان علماوو د طالبانو پر ضد د يو لړ څرگندونو پر لامل د كابل ناسته رد او په كې يې له گډون كولو ډډه كړې ده.