سیمه ییز خبرونه

په غزني كې اتيا تنه سيمه ييز پوليس له پوځي زده كړو فارغ شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په غزني كې اتيا تنه سيمه ييز پوليس، چې له پوځي او مسلكي زده كړو فارغ شوي، د دې ولايت په ناامنو ولسواليو كې به په دندو وگمارل شي.

دغو اتيا تنو سيمه ييزو پوليسو ته شپږ مياشتنۍ پوځي او مسلكي زده كړې وركړشوي او تمه ده، چې په ناامنو ولسواليو گيرو، مقر، آب بند او گيلان كې په دندو وگمارل شي.

په غزني كې د سولې عالي شورا سرپرست خلیل الله هوتک په دولت له دې كبله نيوكه كوي، چې له سيمه ييزو پوليسو يې د اړتياوو له مخې ملاتړ نه دى كړى.

د غزني والي  محمدموسی اکبرزاده په ناامنو ولسواليو كې د سيمه ييزو پوليسو گمارل اړين بولي.

د غزني والي مرستيال   محمدعلی احمدي وايي، د مسلكي پوليسو په گمالو به ناامنې ولسوالۍ د وسلوالو له گواښونو خلاصې شې.

ويل كيږي، چې د وسلوالو طالبانو پر خلاف ولسي پاڅون د غزني د اندړو له ولسوالۍ پيل شو او دا كار د دې سبب شو، چې دولت په سيمه كې سيمه ييز پوليس پر دندو وگماري.

حكومتي چارواكي وايي، سيمه ييز پوليس له هغو ځايونو ټاكل كيږي، چې په كې ژوند كوي او له همدې كبله كولى شي، چې په ښه توگه ترهگر وپېژني او پر ځپلو يې لاس پورې كړي.

Trending

Exit mobile version