سیمه ییز خبرونه
په غزني كې اداري فساد د كارونو د ځنډ او خرابيدو لامل كيږي
د غزني ولايت مسوولين وايي، د مامورينو په استخدام كې اداري فساد د كارونو د ځنډ او خرابيدو لامل كيږي.
د غزني د والي مرستيال محمدعلی احمدی وايي، چې په دغه ولايت كې د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو كميسيون د مامورينو د استخدام په وخت قومي مسايل پالي.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع وايي، پر دولتي دندو د مامورينو په گمارلو كې د شفافيت نه موجوديت او فساد هغه څه دي، چې ناوړه اغېز يې پر ټولنه پريوځي.
د غزني د اداري اصلاحاتو كميسيون رييس داکترعبدالله دا نيوكې او ادعاوې بيځايه بولي او زياتوي، چې د مامورينو د استخدام پر وخت د بېلا بْلو دولتي ادارو استازي حاضر وي او پروسه په پوره شفافيت سرته رسيږي.
د دولتي مامورينو د استخدام پر وخت د وړتياوو پر ځاى د اړيكو پالل هغه ستونزه ده، چې د بېلا بېلو كميسيونو پر جوړيدو سربېره نده حل شوې او زياتره ځوانان له دې ستونزې ځوريږي.