سیمه ییز خبرونه
په غزني كې ترافيكي پېښې ۲۸ تنو ته مرگ و ژوبله واړوله
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
نن(د وري ۸) شاخوا شپږ بجې یو ۳۰۳ ډوله موټر، چې له هرات څخه د کابل پر لوري روان و؛ د غزني ولایت د نانیو په سیمه کې له سرک واوښت او چپه شو.
په دې پېښه كې ۸ تنه مړه او ۲۰ نور تپیان شوي دي.
د غزني ولایت امنیه قوماندان یاده پېښه تائید كړه او وایي، چې موټر چلوونکی په تېښته بریالی شوی دى.
له بل لوري د غزني ولایت د عامه روغتون مشر بازمحمد همت وایي، چې د ۴ تنو ټپیانو حالت د انديښنې وړ دی