سیمه ییز خبرونه

په غزني كې د اساسي قانون د پلي كولوغوښتنه وشوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د غزني سيمه ييزو چارواكو د اساسي قانون د ملي اوونۍ د نمانځنې په غوڼده كې وويل، چې:

د اساسي قانون نه پلي كيدل به په هېواد كې د كورنيو جگړو او په ټولنه كې د بې ثباتۍ لامل شي.

دوى همدا راز د هېواد د راتلونكې به باب هم خپله اندېښنه ښكاره كړه .

د غزني سيمه ييزو چارواكو د پنجشنبې په ورځ(د مرغومي ۲۱) د اساسي قانون ملي اوونۍ و نمانځله.

د غزني  ولايتي شورا رييس عبدالجامع جامع څرگنده كړه:

د دغه ولايت په دولتي ادارو كې د ادراي فساد زياتيدل، د با نفوذو مشرانو او زورواكانو له

خوا د دغه ولايت يو سل و پنځوس زره جريبه ځمكې غصب شوې دي.

د غزني د استيناف څارنوالۍ رييس عبدالرشید عابد وويل، چې:

د قانون په اړه د خلكو د پوهاوي كچه راټيټوې او دا كار له اساسي قانون څخه ښكاره سرغړونې پېښوي.

د غزنې امنيه كوماندان  زړور زاهد خبر دارى وركوي كه له قانون څخه سرغړونه همدا راز دوام وكړي؛ نو يو ځل بيا به په هېواد كې كورنې جنگونه را منځته شي او هېواد به له سياسي بحران سره مخ شي.

دوى وايي يوازې د دولتي ادارو چارواكي قانون نه ماتوي، بلكې گڼ شمېر زروواكي او با نفوذه قومې مشران د قانون په ماتولو كې ښكېل دي.

د دوى په وينا د يو مجرم له نيول كيدو ورسته لسگونه قومي مشران او زورواكان محاكمو ته مراجعه كوي او د عدليې او قضايي بنسټونو په چارو كې لاسوهنه پيلووي.

Trending

Exit mobile version