تازه خبرونه

په غزني كې د اسلامي ثقافت مركز نوې ودانۍ د ورانيدو په حال كې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په غزني كې د اسلامي ثقافت مركز ودانۍ، چې د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توگه د دغه ولايت د نومولو د جشن د جوړولو په موخه جوړه شوې وه د ورانيدو په حال كې ده.
د اسلامي ثقافت مركز ودانۍ په غزني كې يوه مهمه او د لوړ لگښت پروژه وه، چې د تېركال په ژمي كې د جشنوارې د جوړيدو په موخه جوړه شوه؛ خو اوس ليدل كيږي، چې دا ودانۍ د ړنگيدو په حال كې ده . په غزني كې يو فرهنگي شخصيت عبدالمالك حبيبي دا كار يو ملي خيانت وگاڼه.
د غزني والي محمد موسى اكبرزاده وايي، دا پروژه د ښاري پراختيا په وزارت پورې تړاو لري؛ خو نورې پروژې، چې د محلي ارگانونو په ادارې پورې اړه لري په عالي كيفيت جوړې شوې دي.
په پام كې ده، چې ډېر ژر په دې مركز كې د انجنيرۍ او تخنيك يو لوى پوهنتون جوړ شي.

Trending

Exit mobile version