سیمه ییز خبرونه
په غزني كې د اووه كسانو مړي موندل شوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د غزني ولايت امنيتي چارواكي وايي، چې د يكشنبې په سهار(د وږي ۱۰) د دې ولايت په اندړ ولسوالۍ كې اووه كسه د نامعلومو وسلوالو لخوا وژل شوي دي.
د غزني والي مرستيال محمد علي احمدي وايي، چې وژل كسان ښايي د شمال ولايتونو وي، چې دې ولايت ته د كار موندنې په موخه راغلي ول.
اندړ د غزني يوه ناامنه ولسوالي بلل كيږي، چې هلته د وسلوالو مخالفينو په وړاندې ځايي خلكو هم پاڅون كړى دى.
په دې وروستيو كې د وسلوالو مخالفينو لخوا د هغو كسانو په وژنه كې زياتوالى راغلى، چې له خصوصي شركتونو او يا هم له نړيوالو سرتېرو سره كار كوي.