سیمه ییز خبرونه

په غزني كې د بهرنيو ځواكونو بمبارد مرگ و ژوبله رامنځته كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په غزني ولايت كې افغان او ناټو ځواكونو له طالبانو سره نښته كړې، ۹ طالبانو او يو شمېر ولسي وگړيو ته يې مرگ و ژوبله اړولې ده.

امنيتي سرچينو په ډاگه كړې، چې:

د غزني ښار د پېنځه كيلومترۍ په اسفنده سيمه كې د شنبې په سهار(د وري۱۰) لومړى د عامه نظم د ساتنې د پوليسو تر منځ نښته رامنځته شوه، چې بيا  وروسته  ناتو هوايي ځواك سيمه بمبارد كړه.

د غزني ولايت د امنيه كوماندانې امنيت آمر محمد حسن وايي:

طالبانو د دوه موترو څخه په گټه پورته كولو غوښتل د پوليسو د عامه ساتنې پر قطعې بريد وكړي.

نوموړي وويل:

د بهرنيو ځواكونو په بمبارد كې د يوې سراچې او يو فلنكوچ ۹ تنه طالبان ووژل شول.

د دغې پېښې د ولسي وگړيو اته تنه ټپيان د درملنې لپاره د غزني روغتون ته ليږدول شوي دي.

د غزني روغتون رييس وايي:

د درې تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

ټپيان او عيني شاهدان وايي:

د ناتو په هوايي بريد كې څه ناڅه ۲۰ ولسي وگړي وژل شوي دي.

د دوى په وينا، د پېښې قربانيان ډېري هغه ماشومان دي، چې ښوونځي ته د تگ په لاره ول او دوه ښځې هم ورسره وژل شوې دي.

د غزني ولايت سيمه ييز چارواكي د ولسي وگړيو دغه  تلفات نه مني؛ خو ويلي يې دي، چې دوه ماشومان وژل شوي او اته نور ولسي وگړي ټپيان دي.

Trending

Exit mobile version