سیمه ییز خبرونه

په غزني كې د زعفرانو كر د كروندگرو په اقتصادي وده كې مرسته كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني د كرنې او مالدارې رياست وايي، په دغه ولايت كې د زغفرانو د كرلو هڅې روانې دي.

په غزني كې يو شمېر بزگرانو د زعفرانو پياز د كرنې له رياست څخه په وړيا توگه ترلاسه كړي او په تېرو كلونو كې دا بوټى نه يوازې تجربه شو، بلكې ښه حاصل يې هم وركړ.

دوى د دغه بوټي د كرنې د  دودولو غوښتنه وكړه.

په همدې وخت كې د غزني د كرنې او مالدارې رييس سلطان حسين عباسيار وايي، په پام كې ده، چې  په راتلونكي كې زغفران په ډېرو بزگرانو وويشل شي.

ښاغلى عباسيار زياتوي، زعفران په هېواد كې د كوكنارو بديل بلل شوى او د غزني له چاپيريال سره مناسب بوټى دى، چې كولى شي د بزگرانو په اقتصادي وده كې مرسته وكړي.

د نوموړي په وينا، د دغه بوټي د كرلو په اړه روزنيز  پروگرامونه هم جوړ شوي دي.

د غزني د كرنې رييس وايي، بزگرانو مخكې زعفران كرلي او له هرجريب ځمكې يې تر دوه كيلو گرامو حاصلات ترلاسه كړي، چې هر كيلو گرام يې تر درې زره دالرو پلورل كيږي.

د يادونې وړ ده، چې په دغه ولايت كې د كوكنارو كرنه صفر شوې او لامل يې هم د دغه بوټي په زړه پورې حاصلات گڼل كيږي.

Trending

Exit mobile version