سیمه ییز خبرونه
په غزني كې د والي يو مشاور څه د پاسه ۴۰زره دالرغلا كړي
د غزني ولايت د څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد وايي:
په غزني ولايت كې د والي مشاور صفي الله ابراهيمي نومي د دغه ولايت د نورو مشاورينو معاشونه، چې څه باندې څلوېښت زره دالركيږي له بانك ايستلي او تښتيدلى دى.
د نوموړي په وينا، د والي مشاورين د سيمه ييزو ارگانونو او د مركز د لوړ پويو چارواكو لخوا دې ولايت ته راليږل شوي، چې څارنه يې په همدې لامل ستونزمنه ده؛ خو سره له دې هم د تښتيدلي مشاور د نيولو هڅې روانې دي.
ښاغلى عبدالرشید عابد زياتوي:
فساد په ټولو برخو كې روان دى؛ د والي له دفتره نيولې ان تر محاكمو او څارنواليو پورې ادارې پرې ككړې دي؛ خو كشفي، عدلي او قضايي ارگانونه د خپلو قانوني صلاحيتونو له مخې خپلې هڅې روانې ساتي.
د غزني ولايت ولايتي شورا هم په دولتي بنسټونو كې د اداري فساد پر ډېروالي اندېښنه ښيي.
د غزني د ولايتي شورا غړې عزیزه میثم وايي، چې:
ښاغلي ابراهيمي ۴۱ زره دالر تښتولي او اړوند ادارې يې بايد ځواب ووايي.
د ولايتي شورا بله غړې ژولینا فیضی وايي:
د ولايت مقام په فساد كې د ښكېلو كسانو په نيولو كې هم خپلې ژمنې پلې كړي نه دي.
په غزني كې د ولايت يو مامور په ډاگه كړې، چې همدا اوس والي صاحب له لس ډېر مشورين لري، چې مركز په دالري معاشونو ورته گومارلي دي.
د دغه مامور په وينا، يو مشاور هم لوړې زده كړې نه لري او نه يې كومه گټوره طرحه تر اوسه دې ولايت ته وړاندې كړې ده.