سیمه ییز خبرونه
په غزني كې د وسلوالو طالبانو لس كسيزه ډله د سولې له بهير سره يوځاى شوه
په غزني كې د وسلوالو طالبانو لس كسيزه ډله او د دوى دوه سيمه ايز قوماندانان له دولت سره يو ځاى شول.
دوى وايي، چې په افغانستان كې د پاكستانيو وسلوالو طالبانو حضور او ورانكاري فعاليتونه ډېر شوي دي.
دوى، چې خپلې وسلې يې دولت ته وسپارلې له خپل راتلونكې اندېښنه لري.
د سولې له بهير سره د يوځاى شويو وسله والو طالبانو قوماندانان هر يو حمیدالله او محمد قادر وايي:
د دې له كبله د سولې له بهير سره يو ځاى شو، چې د وسلوالو طالبانو په ليكو كې د بهرنيو ترهگرو په ځانگړي توگه د پاكستانيو طالبانو حضور زيات شوى دى.
دوى له افغان چارواكو غوښتي، چې رسنيو ته به يې څېرې نه ښكاره كوي او د كار امنيتي زمينه دې ورته برابره كړي.
د غزنی والی محمدموسی اکبرزاده وايي، چې:
له دولت سره د وسلوالو طالبانو د يو ځاى كيدو بهير تر ډېره په پټه تر سره كيږي.
په غزني كې د سولې عالي شور رييس افضل احمد وايي:
د روان كال په اوږدو كې شاوخوا سل تنه وسلوال طالبان د سولې له بهير سره يو ځاى شوي دي. دوى له دولت سره د وسلوالو طالبانو يو ځاى كيدل د سيمې په امنيت كې گټور بولي .