تازه خبرونه
په غزني كې د ولايت پر مقام او يو سوداگريز ماركيت دوه توغندي توغول شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
امنيتي ځواكونو په ډاگه كړې، چې په دې بريد كې اته تنه ټپيان شوي، چې د درې تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
دا په داسې حال كې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې له خپلو نويو عملياتو خبر وركړى دى.
د يادونې وړ ده، چې د دغه راز وسلوالو بريدونو لړۍ پرون دوشنبه(د غويى۲۲) له ننگرهار ولايت د عدليې پر رياست له وسلوال بريد څخه پيل شوې، چې په كې لسگونو وگړيو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده.