تازه خبرونه

په غزني كې د پاڅونوالو قوماندان وژل شوى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په غزني كې د پاڅونوالو يو قوماندان له وسله والو طالبانو سره په نښته كې وژل شوى دى.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، چې:

تېره شپه وسله والو طالبانو د اندړ ولسوالۍ په كونسب كلي كې د پاڅونوالو د يو قوماندان، چې اوس محلي پوليس دي پر استوگنځي بريد وكړ. په دې نښته كې د پاڅونوالو مشر قوماندان عباس له دوه نورو ملگرو سره وژل شوى دى.

هغه وايي، په دې نښته كې وسله والو ته هم مرگ و ژوبله اوښتى؛ خو په اړه يې كره معلومات نه لرو. وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.

Trending

Exit mobile version