سیمه ییز خبرونه

په غزني كې د چاپريال ساتنې د رضاكارانو شورا جوړه شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په غزني كې د چاپريال ساتنې د ادارې په نوښت د څه دپاسه دېرش علمي، فرهنگي او مدني بنسټونو استازيو په گډون د رضاكارانو يوه شورا جوړه كړې ده.

د غزني چاپېريال ساتنې رييس رضا رفعت وايي:

د دې شورا موخه دا ده، چې د چاپېريال د ككړتيا، وحشي ژويو او مرغانو د ښكار، د كروندو او شنو سيمو د له منځه وړلو او بې كيفيته سون توكو د كارونې، چې د چاپېريال د ككړتيا لامل كيږي مخه ونيسي.

د چاپېريال ساتنې د رضاكارانو د  شورا وياند همدر په غزني كې ښاري دود ته په نه پاملرنه او په لوړغږ د ټنگ ټكو په غږولو نيوكه كوي .

د غزني امنيه قوماندان محى الدين سروري هم له دې شورا سره  د همكارۍ ژمنه وكړه او وايي، چې پوليس د خلكو او دې شورا همكار دي.

په غزني كې د چاپېريال ساتنې د رضاكارانو شورا به د چاپېريال د ككړتيا د مخنوي تگلارې جوړوي او خلك هيله لري، چې د چاپېريال د ككړتيا د مخنيوي په موخه دا تگلارې عملي كړي .

Trending

Exit mobile version