سیمه ییز خبرونه
په غزني كې د ښوونكيو كاري اعتصاب پېنځمه ورځنى شو
ښوونكي وايي، چې د كورونو لپاره ژمنه شوې نمرې نه وركول كيږي.
په غزني كې د ملي امنيت مسوولين وايي، چې د ښوونكيو دا ډول كاري اعتصابونه سياسي موخې لري او له دي وروسته به هيچا ته هم د دغه ډول كاري اعتصابونو او په سړكونو راټوليدو ته اجازه ورنكړ شي.
له پېنځه ورځو راهيسې په غزني كې د پوهنې ښوونكې د احتجاج په توگه د معارف رياست مخې ته راټوليږي او غوښتنه كوي، چې د كورونو لپاره ژمنه شوې نمرې دې وركړ شي.
دوى وايي، كه د ښوونكيو ښارگوټى جوړ نشي روان كاري اعتصاب به پراخه كړي.
د غزني ولايتي شورا ځينې غړې هم د ښوونكيو غوښتنې پرځاي بولي.
د غزني ولايتي شورا رييس عزيزالله پويا د ښوونكيو لپاره د ځانگړي ښارگوټۍ او نورو ښارگوټو جوړيدل د حقوقې دعوو او غصبگرو د لاس وهنې له كبله ځنډيدلې دي.
له بلې خوا د غزني والې موسي اكبرزاده وايي، چې:
د ولسمشر د فرمان له مخې په هغو ځمكو كې ښارگوټى نشي جوړيداى، چې حقوقې دعوا ولري.
د غزنې ملې امنيت مرستيال مير احمد طائب وايي، چې د ښوونكيو دا حركت سياسي موخې لري.
غزني د افغانستان يو له ناامنو ولايتونو څخه شمېرل كيږي، چې د ناامنيو له كبله د دغه ولايت په ليرې پرتو سيمو كې پوهنه له ستونزو سره مخ وې.
له بلې خوا د غزني په مركز كې له څو ورځو راهيسې د ښوونكيو كاري اعتصاب ښايې د دغه ولايت د پوهنې په بهير نوره هم بده اغېزه وكړي.