تازه خبرونه
په غزني كې ملي اردو د شپږ وسله والو د وژلو خبر وركوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په غزني كې د ملي اردو وياند نظيف الله سلطاني وايي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت د مقر ولسوالې په محمد عمر سيمه كې د ملي اردو پر پوسته بريد وكړ.
هغه وايي، د ملي اردو په ځوابيه ډزو او نښته كې شپږ وسلوال طالبان وژل شوي او يوبل ټپي دى.
هغه زیاتوي، په وژل شويو كې د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان هم شته او ملي اردو ته زيان نه دى رسيدلى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .