سیمه ییز خبرونه

په غزني كې ناامنيو د گرځندويانو د ورتگ مخه ډب كړې

Published

on

(Last Updated On: )

د غزني يو شمېر اوسيدونكي وايي، هيله وه، چې غزني بهرنيو گرځندويانو ته ښه كوربه توب وكړي. خو دا هيلې په واقعيتونو بدلې نه شوې.

د غزني پوهنتون استاد محدثي وايي:

غزني ولايت د گرځندويانو لپاره ښه ځاى دى، خو اوسني شرايط د دې سبب شوي، چې بهرني گرځندويان دغلته د ورتلو لپاره زړه ښه نه كړي.

په غزني كې  د فرهنگي چارو كارپوه غلام محمد ضياوران وايي:

ناامني هغه ستونزه ده، چې بهرني گرځندويان يي دغه ولايت ته له ورتگ منع كړي دي.

دى هيله من دى، چې په نږدې راتلونكي كې به غزني ته گرځندويان ور مات شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د همدې كال په لومړيو كې د اسلامي هېوادونو د فرهنگ او تمدن د پلازمېنې په توگه د غزني ولايت چارواكو په زړه پورې لومړني كارونه تر سره كړل او ټاكل شوې د همدې لپاره وروستۍ جشنواره د روان ميلادي كال په وروستيو كې تر سره شي.

Trending

Exit mobile version