سیمه ییز خبرونه

په غزني كې ولايتي شورا ته د طالبانو استازيو ځانونه كانديد كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په غزني كې سيمه ييز مسوولين وايي، د ولايتي شورا راتلونكيو ټاكنو ته د طالبانو استازيو هم ځانونه كانديد كړي دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، د طالبانو په افكارو كې بدلون راغلى او هغوى درك كړې، چې د جگړې له لارې نه شي كولى واك ته ورسيږي؛ نو، ځكه يي سياسي هلو ځلو ته مخه كړې ده.

نوموړى زياتوي، طالبان له يوې خوا ټاكنې تحريموي او بل خوا ټاكنو ته خپل كسان دروي.

طالب وياند  ذبيح الله مجاهد  رسنيو ته د غزني د مرستيال والي دا څرگندونې رد كړې.

د غزني  مرستيال والي همدا راز وايي، كومو كسانو، چې د ولايتي شورا د راتلونكي كال د ټاكنو وروستي نوملړ ته راوتلي، لازمه كاري تجربه نه لري.

ټاكل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنې د راتلونكي لمريز كال د وري په ۱۶ تر سره شي.

Trending

Exit mobile version