سیمه ییز خبرونه
په غزني كې پر يوولس كلن ماشوم ډله ييز جنسي تېرى شوى
په غزني كې د يوې اختطافگرې ډلې له خوا پر يو ماشوم له تښتولو وروسته جنسي تېرى شوى، خو عاملين يې تښتيدلي دي او د ماشوم كورنۍ د پېښې د عاملينو د مجازات غوښتونكي دي.
دغه ماشوم، چې يوه اوونۍ له تښتوونكيو سره و، په وينا يې په دې موده كې نه يوازې له سپكو سپورو سره مخ شوى، بلكې په ډله ييزه توگه پرې جنسي تېري هم شوى دى.
د دغه ماشوم كورنى وايي:
كله يې، چې ماشوم ترلاسه كړ؛ نو په هوښ نه و.
دوى ټينگار كوي، چې تېري كوونكي بايد پيدا او سزا وركړشي.
د ژغورل شوي ماشوم لسگونه خپلوان د دې قضيې د عاملينو د نه نيول كيدو په اعتراض كې د غزني د ولايتي شورا دفتر ته راټول شول.
د غزني د ولايتي شورا غړې حميده گلستاني وايي، تر وروستي حده هڅه كيږي، چې تېري كوونكي محاكمې ته راكاږل شي.
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي پر پېښې د اندېښنې په څرگندولو وايي، امنيتي ارگانونو ته هم خلاف كاريو لار موندلې، چې په همدې لامل د پېښې د عاملينو په نيولو توانيدلي نه دي.
له ډېرو هڅو سره سره آريانا خبريال ونه توانيدو، چې د امنيتي مسوولينو نظر ترلاسه كړي.
په ماشومانو جنسي تېرى نوې خبره نه ده، تراوسه د دا ډول لسگونه پېښو رپوټونه خپاره شوي دي، حتا پر كوچنيانو.