سیمه ییز خبرونه
په غزني كې چارواكو د زعفرانو له كرلو خبر وركړ
د غزني د كرنې چارواكي وايي:
په غزني كې د لومړي ځل لپاره زعفران كرل شوي، چې ښه پايله يې وركړې ده.
د غزني د كرنې رييس زياتوي:
د كروندگرو د غوښتنو پر بنسټ تر اوسه د زعفرانو څلوراعشاريه پېنځه ټنه تخم وېشل شوى دى.
د غزني د كرنې او مالداري رييس سلطان حسين عباسيار په ډاگه كړه، چې:
په خواجه عمري، گيلان، جغتو، ده يك ولسواليو او مركز غزني ښاركې د كروند گرو له خوا سږ كال زعفران كرل شوي او كروندگرو هم ترې ښه حاصلات تر لاسه كړي دي.
دى وايي:
د زعفرانو كرونده لږ اوبو ته اړتيا لري، چې په همدې دليل مو په غزني كې د زعفرانو كښت مناسب گڼلى دى.
په غزني كې د سوداگرۍ خونې عامل مديراحسان الله بيات د زعفرانو حاصلاتو ته د بازار موندنې د هڅو ترڅنگ كروندگرو ته په دې اړه د زده كړو په ترسره كولو هم ټينگار وكړ.
دوى نيوكه كړې، چې هركال له مركز څخه غزني ته د كوكنارو د بديل كښت لپاره يو ميليون ډالر وركول كيږي؛ خو د كرنې په پراختيا كې دا پيسې نه لگول كيږي.
د غزني د كرنې د رياست د چارواكو په وينا:
كه څه هم كروندگرو د زعفرانو په كرلو كې لازمې تجربې نه درلودې؛ خو بيا هم وتوانيدل، چې له يوه جريب كرل شويو زعفرانو څخه دوه – درې كيلو گرام زعفران ترلاسه كړي. اوس هركيلو گرام زعفران په ۳۵۰۰ دالرو پلورل كيږي.
